دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 304111
په افغانستان کې میلیونونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) وايي، په هېواد کې ميليونونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او ډېری دغه کورنۍ اړ دي، چې د خوړو او د خپلو ماشومانو د ګرم ساتلو تر منځ انتخاب وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام نن (سه شنبه د جدی ۱۸مه) په ایکس کې یو یادښت خپور کړی چې وايي، د دغو کورنیو ډېری اړ دي چې د خوړو او خپلو ماشومانو د ګرم ساتلو تر منځ انتخاب وکړي.
دغه بنسټ په هېواد کې د اقتصادي بحران په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له افغانستان سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.
تر دې مخکې دغه سازمان ویلي و چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام اعتراف کړی چې په هیواد کې پنځه ملیونه خلک نه پوهیږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه راځي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه یو میلیون یې د بدخشان، غور، بامیان او دایکندي په ګډون په سختو سیمو کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcfyjdmyw6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته