دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 304112
په کابل کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو معیاري سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې
د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښاروالۍ په خبره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پلازمېنې په ۱۵مه ناحیه کې د هنګرې څلورلارې له قصبې سړک سره نښلوي د سړک د دوو معیاري پلونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د هنګره څلورلارې سره د ښارګوټي له سړک سره نښلوي د وزیرآباد کانال د دوو بنسټیزو پلونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ د ساتنې او څارنې د برخې تخنيکي مرستيال محمد داوود ځواک وويل، چې د ياد سړک په اوږدو کې ١٢،٨ متره اوږدوالى او پلنوالى د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت په شپږو مياشتو کې په معياري او اساسي ډول جوړ شوى دى.
د کابل ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوي ۱۸۹۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ متره سور سړک چې د هنګرې څلورلارې له ښارګوټي سره نښلوي، د جوړولو چارې چې سږ کال د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې، تر ۹۰ سلنه زیاتې بشپړې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو سړکونو او پلونو په جوړېدو سره په دې سيمه کې د ترافيکو ګڼه ګوڼه کمه شوې او ښاريانو ته يې د تګ راتګ ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
https://avapress.com/vdcgqt9wxak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته