افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیکونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو، د متشبثینو د مهارتونو د برابرولو، د خوراکي توکو، روغتیايي کڅوړو او د ګنډلو د موادو د برابرولو په برخه کې دي. د راستنیدونکو لپاره د کتابونو او په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د سرپناه د بشپړ او جزوي بیارغونې تړونونه لاسلیک شول.
یاد تفاهم لیکونه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو له خوا لاسلیک شول.
د کډوالو چارو وزارت له دې وړاندې هم راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له بېلابېلو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي وو.