افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستیین پردن یکشنبه
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوی عثمانی د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ وزارت له سرپرستې سیمونا فرناندز سره وکتل.
د مستعین په وينا، په دې غونډه کې لومړي وزير مولوي عثماني وويل، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلى دى.
هغه زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې په هغو سیمو کې چې پخوا کوکنار کرل شوي وو، مناسب بدیل ته وده ورکړو او د دې هدف لپاره مو بودیجه ځانګړې کړې ده.»
نوموړي دغه راز د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا د پروژو په تطبيق کې پر روڼتيا او اغېزمنتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، د پروژو د پلي کېدو اصلي موخه د خلکو په ځانګړي ډول کروندګرو ته خدمت کول دي.
د کرنې وزارت ویاند وايي، سلام خیریه بنسټ چې په ایټالیا کې جوړ شوی، په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او د کار یوه مهمه برخه یې کرنه ده.
د مستعین په وينا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري له ملي او نړيوالو بنسټونو سره د همکاريو پر دوام ټينګار کوي او هڅه کوي، چې خلکو په ځانګړې توګه کروندګرو او مالدارانو ته خدمات وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت له تیرو څو کلونو راهیسې په هیواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه کوي.