افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګې د صهیونیسټي پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او ټپیانو وروستۍ احصایې اعلان کړې.
په غزې تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د تیر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۴۵۸۸۵ تنه شهیدان شوي دي.
دغه راز دفلسطین دغه روغتیایی موسسې وویل په غزې تړانګې کښې دجنګ له پیل راهسې دصهیونیسټ رژیم دپوځ په حملو کښې د زخمیانو ټولټال شمیر ۱۰۹ زره ۱۹۶ تنو ته رسیدلی دی .
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو پوځ ۳ جنایتونه او قتلونه کړي دي.
همدارنګه د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ د تیرې شپې په بریدونو کې ۳۱ تنه شهیدان شوي او ۵۷ تنه ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په کوڅو او سړکونو کې تر خاورو لاندې پراته دي او نیواکګر دوی ته د مرستو رسولو مخه نیسي.