افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د یکاولنګ په ۲ نمبر ولسوالۍ کې ۳۱۵ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د دوشنبې په ورځ (د جدی ۱۷مه) د آغا خان موسسې له خوا د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ نغدي مرستې وویشل شوې.
دغه توزیع د هستوګنې لپاره د هغه تفاهم لیک پر بنسټ چې د آغا خان انسټیټیوټ له طبیعي پیښو سره د مبارزې له ملي ادارې سره د یکاولنګ ولسوالۍ د ۲ نمبر کلیو په ۱۱ کلیو کې ۳۱۵ اغیزمنو او مستحقو کورنیو ته وویشل شوه.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې پر ٣١٥ نورو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوي وو.