دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 304138
په چین کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمیر ۳۲۰ تنو ته ورسید
رسنیو اعلان کړی چې د چین په لویدیځو سیمو کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر ۳۲۰ تنو ته لوړ شوی دی. د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۱ وو.
افغان غږ خبری آژانس: د چین په جنوب لویدیځ کې د تبت د زلزلې د قربانیانو شمیر ۱۲۶ تنو ته لوړ شوی دی.
 
د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ټپيانو شمېر ۱۸۸ تنو ته رسېدلی دی.
 
چينايي رسنيو له دې مخکې اعلان کړی و، چې د چين په لويديځ کې د تبت د خودمختاره سيمې په شيګاتسي ښار او شاوخوا سيمو کې د ۶،۸ درجې زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۹۵ تنو ته لوړ شوی او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
 
ځینو رسنیو د دغې زلزلې زور ۷.۱ ریکټر اعلان کړی دی.
https://avapress.com/vdcexe8xvjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته