افغان غږ خبری آژانس: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د افغانستان د مذهبي چارو وزارت د مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د ترکیې د دیني علومو له اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه.
د ترکیې د دیني علومو اکاډمۍ رئیس ډاکټر انور عثمان افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د اکاډمۍ په اړه یې معلومات ورکړل.
په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د لیدنې پر مهال وویل، چې اسلامي امارت به د ترکیې د دیني علومو اکاډمۍ له ارزښتناکو تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت يو پلاوى د ترکيې په رسمي بلنه ترکيې ته راغلى و.