افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله د دغه وزارت له یو شمېر مسوولینو سره د دغه کنسرسیوم د غړیتوب په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د مشارکت د کنسرسیوم اجراییوي رئیس یعقوب وحید د دې ګروپ هدف په افغانستان کې د کرنې د میکانیزم په خاطر د ټراکټورونو د تولید د یوه شرکت د جوړولو اعلان وکړ او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي عطاء الله عمري د سوداګرو د وړاندیز شوي پلان هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت له اصولو سره سم پر عملي اقدام ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت وايي، دغه پروژه د کرنې سکتور د ودې او په افغانستان کې د کرنیزو وسایلو په تولید کې د ځان بسیاینې د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
د يادونې وړ ده، چې ايراني پانګوالو له دې وړاندې په افغانستان کې دننه په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د برېښنا د توليد په برخه کې پانګونې ته چمتووالى ښودلى و.
د حکومت له خوا برابر شوي ټولیز امنیت او اسانتیاوې په هېواد کې د پانګونې لپاره د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته کړې ده.