دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 304141
د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې له خصوصي تحصیلي بنسټونو ملاتړ کوي
د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د کمېسیون په غونډه کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت په افغانستان کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو ملاتړ کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کمیسیون غونډه د دغه وزارت د سرپرست شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ جوړه شوه.
 
شیخ ندا محمد ندیم په دې کتنه کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو ته ژمن دی.
 
ښاغلي ندیم زیاته کړه چې دغه وزارت د دولتي تعلیمي موسسو ترڅنګ د خصوصي تعلیمي موسسو ملاتړ کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر خصوصي تعليمي ادارې د زده کوونکو له کمښت سره مخ دي او تړل شوې دي.
https://avapress.com/vdci55apzt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته