دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 304147
ملي دفاع وزارت ۸۹ پوځي وسایط ترمیم کړل
د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۷ الفارق قول اردو د دریمې لوا د تخنیکي ریاست د مسلکي پرسونل په هڅو ۸۹ پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: په ترمیم شویو وسایطو کې ۳۴ هامو ټانګونه، ۳۷ نړیوال زغروال ټانګونه، ۴ امبولانسونه، ۳ ټریلرونه، ۱ بوبکټ لوډر، ۲ فورک لیفټونه، ۱ ټانکر، ۲ کرینونه، ۳ عرادې موټر شامل دي. ملي دفاع په یوه بیان کې ویلي چې د اور وژنې یوه لارۍ ترمیم گړي دي.
 
ملي دفاع وزارت تر دې مخکې د سلګونو پوځي وسایطو د ترمیم اعلان کړی و.
 
د ملي دفاع وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له خوا د پوځي وسایطو د ترمیم بهیر دوام لري.
https://avapress.com/vdceee8xfjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته