افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د غالیو تر ټولو ستر نړیوال نندارتون د دغه وزارت د استازي او په استانبول کی افغان جنرال قونسل په ګډون په لاره اچول شوی.
دغه وزارت وايي، دغه نندارتون تر ټولو لوی نړیوال نندارتون دی او د اوږد مهاله پېرودونکو د جلبولو په هدف جوړ شوی، چې د څلورو ورځو لپاره به د ۱۹ هېوادونو خپل ماشیني او لاسي اوبدلې غالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د افغانستان د غاليو د سکټور اتو شرکتونو هم خپل محصولات په ٢٢٧ متره مربع ساحه کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د یادولو وړ ده چې افغانستان په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.