افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مرکزي کمیسیون د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کمیسیون غونډه د دغه کمیسیون د رئیس او د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
د مرکزي امنیتي او دفاعي چارو کمیسیون د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هېواد د پولو د ساتنې، د قاچاق د مخنیوي، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو ګټورې خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځيانو د دغه هېواد پر خاوره بمباري کړې او لسګونه هېوادوال يې شهيدان کړي دي. ددغو بريدونو په ځواب کې د هيواد امنيتي ځواکونو هم د پاکستاني پوځيانو پوستې ونيولې او ددغه هيواد يو شمير پوځيان يې ووژل او ټپيان کړل.