دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 304163
په غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ ژمني فوټسال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې میاشتې لپاره د لسو لوبډلو ترمنځ د ژمنیو فوټسال سیالۍ پیلېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې. 

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د شهید قهرمان لوبډلې د خوش ابدال لوبډلې سره مخامخ شوه او په پایله کې یې د خوشحال ابدال لوبډلې خپل سیال ته د ۶/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لوبه یې وګاټه.

د غزني د بدني روزنې او سپورت ریاست وايي، له دغو سیالیو څخه یې موخه د ورزشکارانو مینه او تفریح ​​رامنځته کول دي.
https://avapress.com/vdcce0q112bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته