دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 304168
په پنجشیر کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه
د پنجشېر ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه ولايت کې د صنعتي پارکونو د جوړولو، د پانګونې د جلبولو او اقتصادي ودې په موخه به ۵۰۰ جريبه ځمکه ځانګړې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشېر ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت والي حافظ محمد آغا حکیم د دغه ولایت د غیر رسمي ځمکو له رئیس مولوي عبدالصمد پاڅون سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر بنسټ دغه ځمکې د صنعتي پارکونو د جوړولو، د پانګونې د جلبولو، اقتصادي ودې او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ځانګړې شوې دي. 

هغه زياته کړه چې په پنجشير کې د دغه پروګرام د پلي کېدو په موخه د يادو صنعتي پارکونو د جوړېدو پر پلان کار روان دى.

دپنجشير والي ددغې غونډې اصلي تمرکز دصنعتي پارکونو دجوړولو لپاره دپنځه سوه جريبه ځمکې تثبيت وباله او ټينګار يې وکړ چې دپنجشير سيمه ييزه اداره د هر هغه پروژې ملاتړ او هرکلى کوي چې د خلکو او هيواد اقتصاد ته ګټه رسوي.

په دې کتنه کې د کرنې وزارت د غير رسمي ځمکو رييس د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخه کې د پنجشير د سيمه ييزې ادارې د مشرتابه له ملاتړ څخه هرکلى وکړ او زياته يې کړه چې د دغې پروژې لپاره بايد هر څه ژر ځاى مشخص شي.

د يادونې وړ ده، چې د پنجشير والي د دغه ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د اړتيا وړ ځمکو د مشخص کولو لپاره جدي هڅې وکړي.
https://avapress.com/vdch-knx623nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته