دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 304171
د ټاپي پروژې د تطبیق د چټکتیا لپاره د اړتیا وړ ځمکو د استملاک قرارداد تمدید شو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست او د ټاپي پروژې رئیس د ټاپي پروژې د تطبیق د چټکتیا لپاره د اړتیا وړ ځمکې استملاک د قرارداد د تمدید په اړه وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د  ټاپي د پروژې له رئیس محمد مراد امانوف سره وکتل. 

په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې لپاره د ټاپي پروژې د ستراتیژیک اهمیت، د هغې د عملي پرمختګ او په افغانستان کې د دغې پروژې د لارې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک پر موضوع خبرې وشوې.

دواړو خواوو د ځمکې د استملاک قرارداد د تمدید په اړه هم خبرې وکړې چې د دې مهمې پروژې د پلي کولو د چټکتیا لپاره اړین دي.

د ټاپي پروژه په سیمه کې د انرژۍ د یوې مهمې پروژې په توګه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د انرژۍ د رسولو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او دا ناسته یې د عملي خنډونو د لرې کولو لپاره یو اغېزمن ګام ګڼل کېږي.
https://avapress.com/vdcbzabf8rhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته