دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 304179
له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس د ژمنیو مرستو د وېش پر چټکتیا ټینګار وکړ
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې د دې ادارې مشر د علمي او پراختیايي څېړنو د موسسې له رئیس سره په کتنه کې د ژمنیو مرستو د وېش پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه دفتر مشر ملا نورالدین ترابي د علمي او پراختیايي څېړنو د انستیتوت له رئیس محمد حیدر شینواري سره وکتل. 

په دې کتنه کې ملا ترابي د راتلونکو پروژو په اړه معلومات وغوښتل او د ژمنيو مرستو د وېش پر چټکتيا يې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ژمي په موسم کې کورنۍ تر بل هر وخت زياتو مرستو ته اړتيا لري او مرستې بايد پر خپل وخت ورسېږي.

هغه زياته کړه، چې د هر موسم مرستې بايد په هماغه موسم کې د خلکو اړتياوو ته په پام سره او په مناسب وخت ووېشل شي.

د علمي او انکشافي څېړنيز انسټيټيوټ مشر محمد حيدر د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له هڅو خوښي وښوده او ويې ويل، دغه انستيتوت به تل هڅه کوي، چې زيانمن شويو کورنيو ته پاملرنه وکړي او مرستې ورسره وکړي.
https://avapress.com/vdcjaxethuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته