افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ترمینل په کار پیل سره به ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه ترمینل د ۲۰۰ موټرو د تمځای ظرفیت لري او کار به یې په ۹ میاشتو کې بشپړ شي.
دا پروژه د افغانستان د اسلامي امارت له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده چې د جنوبي ولایتونو د مسافرو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.