دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 304188
اسلامي امارت افغانستان ته د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرسته رد کړه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د ډونلډ ټرمپ د نویو خبرو په غبرګون کې، چې امریکا افغانستان ته میلیاردونه ډالر لیږي، په بشپړه توګه دروغ وګڼل او رد یې کړل. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړه: «حقیقت دا دی چې امریکا نه یوازې دا چې اسلامي امارت ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو په ملیاردونو ډالري پیسې یې غصب او بندې کړي دي».
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت نن (چهارشنبه د جدی ۱۹مه) په ایکس پاڼه کې یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د امریکا له لوري د ملیاردونو ډالرو مرستو ادعا بې بنسټه ده. 

هغه وویل: "حقیقت دا دی چې امریکا نه یوازې دا چې اسلامي امارت ته یې یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو په ملیاردونو ډالر یې اخیستي او بندې کړي دي."

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له امریکا څخه هیڅ تمه نه لري او نه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګنده کړه: هغه پیسې چې امریکا ورته اشاره کوي د متحده ایالاتو لګښتونه دي چې زیاتره یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو او یا هم د افغانانو په ایستلو او میشته کولو لګول شوي دي. 

هغه زياته کړه، چې ښايي يوه برخه يې د نړيوالو موسسو له خوا د بشري مرستو په نوم لګول شوې وي.

حمدالله فطرت يادونه وکړه، چې موږ له امريکا هم غواړو، چې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه کم کړي، ځکه دا پيسې د افغانستان د خلکو لګښت نه لري.

د هغه په ​​وينا، که په دقت سره وڅېړل شي، امريکا د افغانستان په نوم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره دومره پيسې لګولي او هڅه کوي، چې د اسلامي امارت پر ضد تبليغات وکړي.

په همدې حال کې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې امریکا له افغانستان سره میلیاردونه ډالره مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdcjoxetouqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته