دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 304197
د بامیان له ښار څخه د سوالګرو د راټولولو او اړوندو ادارو ته د هغوی د معرفي کولو لړۍ ادامه لری
د اسلامي امارت د رهبري هیئت له حکم سره سم د بامیان ښار یو شمیر سوالګر د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له لوري راټول او اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شول.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت امنیه قومندانۍ افغان غږ خبری آژانس ته ویلي چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت له حکم سره سم د بامیانو ولایت پولیسو ۱۷ تنه سوالګر راټول او اړوندو ادارو ته معرفي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ۱۷ تنه سوالګر د سرې میاشتې ریاست ته د مرستې په موخه ور وپیژندل شول او ۷ تنه مستحق ماشومان چې په سوالګرۍ بوخت ول د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته د پاملرنې او زده کړې په موخه ور وپیژندل شول.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د باميانو له ښار څخه څلوېښت سوالګر راټول او اړوندو ادارو ته معرفي شول او په باميانو ولايت کې د سوالګرو او مستحقو ماشومانو د راټولولو لړۍ دوام لري.
https://avapress.com/vdcjhxetauqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته