دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 304229
امریکا او انګلستان یو ځل بیا په یمن برید وکړ
خبري سرچینو د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ په یمن باندې د امریکا او برتانیا د نویو هوايي بریدونو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: دغو سرچینو ویلي چې امریکا او بریتانیا د یمن پلازمینه صنعا او د عمران ولایت په نښه کړي دي.

د امران ولایت د المسیره شبکې یوه خبریال اعلان وکړ چې امریکا او بریتانیا د امران ولایت په حرف سفیان سیمه کې پنځه بریدونه کړي دي.

په صنعا کې د شبکې خبریال هم د صنعا ولایت په جربان سیمه کې د دوو امریکایی بریدونو راپور ورکړ.

له بلې خوا، د امریکا د سنټکام ترهګریز سازمان په یمن کې پر یوه تاسیساتو د هوایي بریدونو اعلان وکړ، او ادعا یې وکړه چې دا تاسیسات د یمن د انصارالله پورې اړه لري او د وسلو ذخیره کولو لپاره کارول کیده.
https://avapress.com/vdcf0jdm1w6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته