افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له متحده عربي اماراتو څخه وغوښتل چې افغان اتباعو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته (چهارشنبه، د جنوري ۸مه) په خپل ایکس اکاونټ کې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې امیر خان متقي دا موضوع د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره په یوه غونډه کې راپورته کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د غونډې په جریان کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو د پراختیا، په متحده عربي اماراتو کې د افغان توکو د بازار موندنې پر لارو چارو او نورو مسایلو خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته لاړ.