دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 304243
د کرنې سرپرست وزیر او د ازبکستان سفیر ترمنځ د غونډې تمرکز، په کرنه کې د عصري ټیکنالوژۍ کارول
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د کرنې په سکتور کې د عصري ټیکنالوژۍ کارولو او د پامیر غرونو د یخچالونو د مطالعې لپاره د تخنیکي ټیم د لیږلو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د ازبکستان له سفیر عارف عثمانوف سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې. 

د کرنې وزارت وايي چې د آمو سیند څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه، د اقلیم د بدلون په اړه همکاري، د پامیر غرونو د یخچالونو د مطالعې لپاره د تخنیکي ټیم لیږل، د پولې دواړو غاړو ته د ناروغیو سره مبارزه، او په کرنیز سکتور کې د عصري ټیکنالوژۍ کارول هغه مهم ټکي وو چې په غونډه کې بحث پري وشو.

د وزارت په وینا، ښاغلي عمري د دې غونډې په جریان کې په دې برخو کې د هراړخیز همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې ازبکستان په مختلفو برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې همکاري لري.
https://avapress.com/vdcbaabffrhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته