افغان غږ خبری آژانس - هرات: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې ودانۍ د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې لخوا بیا رغول شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا مرکز د افغاني سرې میاشتې د عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور او نورو چارواکو په شتون کې پرانستل شو.
شیخ شهاب الدین دلاور دا سرپناه د بې سرپرسته ښځو، ماشومانو د ملاتړ او د رواني ناروغانو د درملنې او پاملرنې په برخه کې یو مهم او اغیزمن مرکز وګڼلو.