دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 304246
د ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټیشن پروژې ته ۶۰٪ پرمختګ ورکړل شوي دي
د انرژۍ او اوبو وزارت د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن پروژې په اړه د ۶۰ سلنه پرمختګ اعلان وکړ، چې د وزارت یوه له مهمو او لویو پروژو څخه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د پورته ذکر شوي سب سټیشن او د ۵۰۰ کیلو ولټ لاین پورې اړوند نورو پروژو له بشپړیدو وروسته به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارد شوي ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا جذب او ویش به ترسره شي، او د کابل او ۱۱ ګاونډیو ولایتونو اړتیا وړ برېښنا به چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې پلازمینه او د هیواد نور ولایتونه دا مهال د دوامداره بریښنا له کمښت سره مخ دي.

افغانستان د خپلو اتباعو لپاره د اړتیا وړ بریښنا له ګاونډیو هیوادونو او سیمې څخه برابروي.
https://avapress.com/vdceee8xpjh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته