دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 304248
د کابل فوټسال غوره لیګ د شهید نسیم لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېد
د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو چې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ وو، چې ۴۰ ورځې وړاندې د فوټبال ملي فدراسیون لخوا پیل شوی و، بالاخره د شهید نسیم لوبډلې د اتلولۍ په ګټلو او د ظاهر اسد لوبډلې د دویم مقام په ترلاسه کولو سره پای ته ورسید.
افغان غږ خبری آژانس: په دې پایله سره، د شاهد نسیم او ظاهر اسد ټیمونو د هیواد د زونونو سیالیو ته د تګ لپاره وړتیا ترلاسه کړه.
فرزاد محمودي د دې پړاو غوره لوبغاړی او امید قنبري د غوره ګول وهونکي په توګه وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې د هیواد د فوټبال ملي فدراسیون په مختلفو ولایتونو کې د لوبغاړو ترمنځ د فوټسال او فوټبال اتلولۍ لیګونه تنظیم کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د کابل غوره فوټبال لیګ د روان کال د جدی په ۱۲مه په پلازمېنه کې د ۹ لوبډلو ترمنځ پیل شي.
https://avapress.com/vdcgtt9w7ak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته