دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 304275
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو سره سم نیول شوي افغان کډوال ژر تر ژره خوشې کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د جنوبي اسیا د چارو لپاره د افغانستان مرستیال رییس د شپې چاپه، په خپل سر توقیف او د سلګونو افغان کډوالو ځورونه "تبعیضي پالیسي" بللې ده.
 
دې سازمان ویلي چې پاکستان د خپل سري سیاستونو په تعقیبولو سره د افغان کډوالو امنیت په خطر کې اچولی دی.
 
پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې د افغان کډوالو په خپل سر نیول زیات کړي دي. په پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت په دې وروستیو کې د ۸۰۰ مهاجرینو د توقیف په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
https://avapress.com/vdcgut9wnak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته