افغان غږ خبری آژانس)– کابل: د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۱ مخابراتی سایټونو د جوړولو چارې به د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شی.
د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وايي، سږ کال د خاکسفید ولسوالۍ په جاجه، د فراه رود او اب خرما په مرکزونو، بالابلوک کانسک، میوالی پشترود، پشتکوه او یو شمېر سیمو کې ۱۰ سایټونه او انتنونه فعال او نصب شوي دي.
د خلکو د ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت په مرکز او د بکواه، فراهرود، پرچمن، اناردرې او پشتکوه ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو بېلابېلې څانګې فعالې او خدمات وړاندې کوي.
د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست وايي، د دغه ولايت په يو شمېر نورو سيمو کې د مخابراتي شبکو پنځه انتنونه پلان شوي، چې د درېيو انتنونو کار يې بشپړ شوى دى.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روان کال په ۹ میاشتو کې ۵۱۰ زره ۶۱۶ افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال د لومړیو ۹ میاشتو په پرتله ۱۳۵ زره ۶۱۶ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.