دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 304299
مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو
د اسلامي امارت د ستر رهبر د فرمان له مخې، د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په شپه (د جدی ۲۰مه) په خپل ایکس پاڼه کې د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې د مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ټاکل کيدو خير ورکړ 
 
مولوي عبدالکبیر پخوا د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پخوانی رییس خلیل الرحمن حقاني یوه میاشت وړاندې په کابل کې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) لخوا په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
https://avapress.com/vdcco0q1o2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته