افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی او امارات د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري ترمنځ د یو شمیر اقتصادي مسایلو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزم، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا، متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرو پر لېږد، د بانکدارۍ د عادي کولو په اړه خبرې وشوې.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دغو پروګرامونو د اغیزمن تطبیق او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به تخنیکي ټیمونه وټاکي.
له دې مخکې امیر خان متقی د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، په متحده عربي اماراتو کې د افغاني توکو د بازار موندنې پر لارو چارو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د دوشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ.