افغان غږ خبری آژانس – کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دایکندي ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې کړي دي.
تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونځي رغولي وو.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د هېواد يو شمېر ښوونځي ويجاړ شوي او بيارغونې ته اړتيا لري.