دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 304345
په کندهار کې د ۳۵ باب شنې د جوړېدو چارې پیل شوې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت د ۳۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه شنې خونې د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د دغه وزارت د بدیل معیشت له بودجې څخه جوړېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د معياري سړو خونو نشتوالى د کروندګرو له ستونزو څخه دى.
https://avapress.com/vdceee8xnjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته