افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په یوه ترافیکي پیښه کې دوه ښځې وژل شوې دي.
د نورستان د پولیسو ویاند غلام رحمان حیدري وویل چې دا پیښه د کامدیش په مرکزي کلي کې وشوه چې له امله یې دوه نورې میرمنې او د هغوی ماشومان ټپیان شول.
هغه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه کړل.
په همدې حال کې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور رییس میر حمزه نجات وايي چې نن سهار د دې ولایت د ډولین ولسوالۍ په جار مسجد سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نجات وويل، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې موټر چې شپږ مسافر پکې سپاره وو د غور ولایت له پسابند ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز فیروز کوه ته روان وو.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پیښې سلګونه کسان وژني او سلګونه نور ټپیان کوي.
ډیری دا پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، خرابو سړکونو او د ترافیکي نښو نشتوالی له امله رامینځته کیږي.