دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 304348
لوګر کې د څه باندې ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۴ پرمختیايي پروژو پلي کول
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، دې ریاست په روان لمریز کال کې د څه باندې ۲۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۴ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو پروژو کې د اوبو رسولو د شبکو جوړول، استنادي دیوالونه، د سړکونو پخول او جغل اچول شامل دي.
 
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو د کار په ترڅ کې ۶۴۱۸ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له يادو پروژو څخه څه باندې ١٢٦ زره کسانو په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال په بېلابېلو ولايتونو کې د کليو پراختيا او بيارغونې رياستونو سلګونه وړې پراختيايي پروژې پلې کړې دي.
https://avapress.com/vdchkknx623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته