دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 304351
له ایران او پاکستان څخه ۱۵۵ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې
پاکستاني چارواکي وايي چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۵۵ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي، ځکه چې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو نیول او په زوره ایستل زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دولتي باختر خبري آژانس راپور ورکړی چې ۱۰۸ کورنۍ، چې ۱۶ کورنۍ یې د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۳۱ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پل له لارې او ۴۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستنه شوي دي.
 
دغه کورنۍ هیواد ته د راستنېدو سره پر محال، د افغانستان اسلامي امارت له خوا ورسره مرسته شوي ده.
 
دولتي رسنیو دا هم راپور ورکړی چې پرون ۴۷ افغان کورنۍ، چې اته کورنۍ یې د ننګرهار د تورخم له لارې، اووه کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۳۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
 
پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د افغان کډوالو نیولو او په زوره ایستلو لړۍ زیاته کړې ده.
https://avapress.com/vdcbsabf8rhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته