افغان غږ خبری آژانس – کابل: د هېواد په لوېدیځ کې په هرات کې د خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې د لومړی فاز د جوړولو قراردادی شرکت چارواکی وایی چې د دغې پروژې کار څه باندې ۷۵ سلنه پرمختګ شوی دی او په راتلونکي کال کې د بشپړولو او کارولو لپاره هڅې روانې دي
د ملي دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د دې پروژې د قراردادي شرکت مشر محمد هارون عظیم وايي، د کانکریټي "سلیپرز" څلویښت واګونونه پرون د ریګي روزنیک سټیشن کې ځای پر ځای شوي او د ویستلو کار روان دی.
هغه همدا راز زیاته کړه: پر دې سربیره ۱۳۰۰ ټنه توکی له ترکیې څخه په لاره دي او په راتلونکو دوو اونیو کې به هرات ته ورسیږي.
خو د هرات د والي ویاند په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو، بشپړولو او پراخولو په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنو او پرله پسې هڅو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي زیاته کړه:«د هرات ولایت د خواف ریل پټلۍ په برخه کې د هرات ولایت سیمه ییزې ادارې پرله پسې هڅې کړې دي.
خو کارپوهان تل ټینګار کوي، چې د اورګاډي پټلۍ جوړول او پراخول د اقتصادي ودې ترڅنګ په هېواد کې ګڼ کاري فرصتونه هم رامنځته کوي.
اوس مهال دغه اورګاډي چې د هرات د خواف رېل پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي فاز د جوړولو او بشپړېدو لپاره کانکریټي سلیپرونه لېږدوي، د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسېدلي دي.