افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، جدی ۲۲مه)
افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ودانۍ به د خصوصي سکټور له ودې او د کارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
دغه ودانۍ په ځانګړو شرایطو کې د کرنې ریاست له خوا د چرګانو د فارمونو مالکینو ته سپارل شوې ده.
ويل کيږي چې دغه ودانۍ د چرګانو د فارمونو د محصولاتو د پلورلو لپاره يو باثباته او مناسب ځاى دى.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د چرګانو د فارمونو د جوړولو لړۍ ډېره شوې ده.