افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د کویټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس ایوب مریاني او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال اختر کاکړ په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب سره ولیدل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سوداګریزو دروازو تړلو پورې اړوند مسلو په اړه خبرې وکړې.
د سوداګرۍ خونې چارواکو وویل چې د بادیني لاره باید بیا پرانیستل شي او د بلوچستان په سیمه کې پنځه یا شپږ نقطې باید پرانیستل شي ترڅو د دواړو خواوو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ ته اسانتیا برابره شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب هم وویل چې افغان حکومت د لارو د بیا پرانیستلو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د پاکستان د حکومت اراده، چمتووالی او پاملرنه اړینه ده.
د اسلام آباد حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ځینې لارې بندې کړې دي.