افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري وايي چې د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ له ۱۱ کلیو څخه پر ۳۱۵ زیانمنو شویو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
ده څرګنده کړه چې د واخان ولسوالۍ په زيانمنو شويو کورنيو د نغدو پيسو د ويش بهير د يوشمير مرستندويه موسسو له خوا ترسره شوى او له هرې کورنۍ سره اته زره او ٧٩٠ افغانۍ ونډه لري.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ د هېواد له غرنيو سيمو څخه ده، چې تل واوره ورېږي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د کال په ډېرو موسمونو کې د دولت مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري.