د رسنیو راپورونه وايي چې یوه الوتکه چې ۲۱ مسافر او عمله یې لېږدول د جنوبي سوډان په یونیټي سټیټ کې نسکوره شوې چې له امله یې ۱۸ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: خبري سرچینو راپور ورکړی چې په جنوبي سوډان کې یوه الوتکه لوېدلې چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي. د رویټرز په وینا، الوتکه د تیلو له یوې ساحې څخه الوتنه کړې وه کله چې وغورځېده. چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نور جزئیات یې هم نه دي خپاره شوي.