افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي ولایت د چارواکو په وینا، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، د صنعت او سوداګرۍ ولایتي ادارې سره په همکارۍ، د اشترلي ولسوالۍ د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو څخه فارغ شویو ۶۶ زده کونکو ته د ګنډلو او ګلدوزۍ ماشینونه ویشلي دي.
ویل کیږي چې دغو کسانو د ګنډلو په برخه کې تخنیکي او مسلکي روزنیز کورس بشپړ کړی دی.
دایکندي د هیواد یو له محرومو ولایتونو څخه دی، چې ډیری خلک یې په کرنه، مالدارۍ او باغدارۍ بوخت دي.