دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 306198
د برېښنا ریاست په سروبي کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې په ژر بشپړېدو ټینګار کوي
د برېښنا ریاست وايي چې د شرکت اجرایوي رییس د ترکي ۷۷ شرکت له مشر سره په لیدنه کې د کابل په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې د ژر بشپړېدو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برېښنا ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د ترکي ۷۷ شرکت له مشر براق انصال سره ولیدل.
 
ښاغلي انسال په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې کار به یې په چټکۍ او وخت سره بشپړ شي.
 
په ورته وخت کې، عبدالباري عمر د دې پروژې د ژر بشپړېدو او د هغه سره د هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی دی.
 
د یادونې وړ ده چې په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژه د ترکي شرکت ۷۷ سره قرارداد شوې ده.
https://avapress.com/vdccoeq142bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته