افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره روان دی.
د وزارت په وینا؛ تر اوسه پورې، په افغانستان کې له ۶ کیلومترو څخه زیات پایپ لاینونه نصب شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت دا هم زیاتوي چې د پروژې د هرات برخه به د پلان سره سم د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.
د ټاپي پروژه د طبیعي ګازو د لیږد یوه ارزښتناکه څو ملي پروژه ده چې موخه یې د طبیعي ګازو د پایپ لاین جوړول دي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، بیا پاکستان او په پای کې هند ته ګاز لیږدوي.
ویل کیږي چې دا پروژه د افغانستان لپاره د ګازو د لیږد یوه مهمه پروژه ده، چې د ترکمنستان د ګازو له ساحو څخه پیل کیږي او د افغانستان په خاوره کې ۸۱۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونه پوښي.
دا پروژه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده او د ترکمنستان څخه هند ته د شاوخوا ۳۳ ملیارد متر مکعب طبیعي ګازو کلنی ظرفیت لري.
د تړون له مخې، افغانستان به هر کال شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. په لومړیو لسو کلونو کې به افغانستان هر کال ۵۰۰ میلیونه مکعب متره ګاز ترلاسه کړي. په دوهم پړاو کې، چې لس کاله به دوام وکړي، دا اندازه به په کال کې یو ملیارد مکعب متره ګاز ته لوړه شي. په دریم پړاو کې به افغانستان هر کال نیم میلیارد مکعب متره ګاز ترلاسه کړي.