افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دې ادارې د خپلو روغتیايي ډاکټرانو له لارې د پروان ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۲۴۲۸ کسانو ته معاینات او درمل ورکړي دي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د ۸۲ ټپیانو پښې وتړل شوې او ۶۸۵ نورو ښځو او ماشومانو ته د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین ورکړل شو.
د خبرپاڼې له مخې، دوی ۱۴۵۹ کسانو ته روغتیايي مشورې ورکړې، ۵۰۵ ښځو ته یې د نسایي او ولادي خدماتو وړاندې کړل، او ۵۵۶ خوارځواکه ماشومانو ته یې ځانګړي خواړه ورکړل.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ۲۱۱ نورو ښځو د کورنیو چارو د تنظیم په اړه اړینې مشورې ترلاسه کړې دي.