افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب ولایت مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد وویل چې د سوالګرو راټولول د ولایت د حکومتي چارواکو مسؤلیت دی او اړینه ده چې دا پروسه په شفاف ډول پلي او بشپړه شي.
هغه زیاته کړه: د سوالګرو د راټولولو لپاره باید جدي او اغیزمن اقدامات ترسره شي ځکه چې د کمزورو خلکو ملاتړ مهم دی.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت د سیمه ییزو حکومتي ادارو یو شمېر چارواکو د ټولنې د بې وزلو او زیان منونکو طبقو د ملاتړ په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: د ټولنې زیانمنونکي طبقې باید د ولایت په کچه وپیژندل شي ترڅو له دولتي مرستو څخه ګټه پورته شي او له اړمنو سره مرسته یو ارزښتناک اقدام دی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د مشر د حکم سره سم د هیواد په ټولو ولایتونو کې د سوالګرو د راټولولو کمیټه جوړه شوې ده.