افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل شوی او د اندیښنې وړ هیڅ شی نشته.
هغه زیاته کړه چې د تبادلې نرخ د ثبات لپاره د حکومت اقدامات اغیزمن وو، چې د ډالر بیه تېره اونۍ له ۷۹ څخه ۸۰ افغانیو ته راټیټه شوه او نن ورځ ۷۴ افغانیو ته راټیټه شوه.
ښاغلي مجاهد په ایکس کې لیکلي چې د افغانستان مرکزي بانک او اړوند ادارې د هغو ننګونو څخه خبر دي چې ممکن د اسعارو په وړاندې راپورته شي.
په دې وروستیو ورځو کې د ډالر ارزښت د افغانیو په وړاندې لوړ شوی دی.