دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۵۸
د مطلب کود : 306273
ذبیح الله مجاهد: د دولتي کارکوونکو معاشونه به د دلوې میاشتې کې ورکړل شي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډولو په اړه اوازې رد کړې او ویلي یې دي چې د روانې میاشت د دلوی د میاشتی معاشونه به ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند وايي چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به د ټولو یو میلیون او څلوېښت زره دولتي کارمندانو معاشونه ورکړل شي.
 
مولوي ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه، د جنوری ۱۱مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې معاشونه به ورکړل شي او هیڅوک باید په دې اړه اندیښنه ونلري.
 
هغه زیاته کړه: "د هیواد بودیجه یو کورنی بنسټ لري او د بهرنیو مرستو له راتګ یا نه شتون سره هیڅ تړاو نلري."
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر بهرنیو رسنیو داسې اوازې خپرې کړې دي چې ادعا کوي د امریکا د مرستو د بندیدو له امله د دولتي کارمندانو معاشونه ځنډول شوي دي.
https://avapress.com/vdcgu39wwak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته