افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولایت د تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د راټولولو کمیسیون مشر مولوي احمد خان منصور وايي: لسګونه کیلوګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته خواړه راټول شوي.
هغه د ټولنې په روغتیا باندې د خوړو او حفظ الصحې مستقیمې اړیکې ته اشاره وکړه، او زیاته یې کړه: "د کمیسیون فعالیت چې د وخت تېر او بې کیفیته توکو او خوړو راټولول دي د ټولنې د روغتیا په ښه کولو کې ګټور او اغیزمن دي، او حکومتي چارواکي د کورنیو بازارونو څارنې ته ژمن دي."
د یادونې وړ ده چې د تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د راټولولو کمیسیون د اسلامي امارت د حکومت د مشرتابه د حکم سره سم د هیواد په ټولو ولایتونو کې د مختلفو دولتي ادارو د استازو په شتون کې تاسیس او فعالیت کوي.