افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال الدین ځدراڼ وویل چې په تیرو دریو کلونو کې د ۱۵۸۵ میرمنو په ګډون ۳۶۴۹ روږدي ناروغانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي او درملنه یې شوې ده.
هغه زیاته کړه، "د بلخ ولایت په څلورو روغتونونو کې د مخدره توکو ناروغانو درملنه وشوی ده.
د یادونې وړ ده چې د بلخ ولایت په روغتونونو کې د مخدره توکو روږدي کسان چې درملنه کیږي ۲۶۴۰ نارینه، ۱۵۸۵ ښځې، ۴۱۳ تنکي ځوانان او ۱۸۰ ماشومان دي. د دې ناروغانو وړیا درملنه وشوه.