دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 306336
د کرنې سرپرست وزیر د هیواد سوداګرو سره پر مختلفو موضوعاتو خبری کړي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د وزارت سرپرست د کرنې سکتور له یو شمېر سوداګرو، پانګوالو، بزګرانو او مراجعینو سره په یوه غونډه کې پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د دلوي ۱۳مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې د سرپرست وزیر د یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې اعلان شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د کرنې او مالدارۍ سکتور له یو شمېر سوداګرو، پانګوالو، بزګرانو او مراجعینو سره ولیدل او په مختلفو مسایلو یې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت په تیرو څو کلونو کې د پانګوالو د جلبولو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د سوداګرو ملاتړ یې غوښتی دی.
https://avapress.com/vdcgw39w3ak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته